31 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ما پسې راځئ چې چرته خوشى بيابان ته لاړ شُو چې تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چې دومره زيات خلق تلل راتلل چې هغوئ روټۍ خوړلو ته هم نۀ وزګارېدل.
کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.
خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.
نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.
عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه
د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى.