Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 6:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 6:30
17 Iomraidhean Croise  

نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو.


د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا،


هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى،


کله چې د يحيىٰ مريدان د دې نه خبر شول نو راغلل د هغۀ لاش يې واخستو او په قبر کښې يې کېښودو.


بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“


مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“


کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو.


دا مريم مګدلينى، يوانه او د يعقوب مور مريم وه او دوئ سره نورې ښځې وې چا چې رسولانو ته دا خبرې وکړې.


چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل:


کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِ‌صيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو.


بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan