28 او په يو تالى کښې يې راوړو او جينۍ ته يې پېش کړو، او بيا هغې خپلې مور له ورکړو.
هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو.
کله چې ياهُو خبر شو چې د اخىاب د زامنو سرونه راوړے شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولۀ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلے شى.
د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“
نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو
کله چې د يحيىٰ مريدان د دې نه خبر شول نو راغلل د هغۀ لاش يې واخستو او په قبر کښې يې کېښودو.