23 او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“
هغۀ ووئيل، ”کۀ نن ورځ د اليشع سر د بدن نه لرې نۀ شى نو خُدائ پاک دې ما د ورځې د ختمېدو سره ووژنى.“
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر خبره څۀ ده؟ ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، تۀ کۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“
د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظور کړم، تر دې پورې کۀ تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“
او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“
کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې،
چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“
او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“
هغه بهر ووتله او خپلې مور ته يې ووئيل چې، ”زۀ ترې څۀ وغواړم؟“ هغې جواب ورکړو، ”د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر.“
بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“