21 خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.
عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“
په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل.
بيا بادشاه د اِستَر د درناوى دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه او خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يې دعوت ورکړو. هغۀ د ټولې بادشاهۍ دپاره په هغه ورځ د چُهټۍ اِعلان وکړو او هر چا له يې قيمتى تُحفې ورکړې.
د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.
په شاهى جشن کښې آفسران په ميو ځان نشه کړى، او مسخره کوونکو له لاس ورکوى.
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو.
ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بېدينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.
د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول.