18 او يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د خپل ورور د ښځې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“
خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“
د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے.
کۀ يو سړے خپله ورنداره وادۀ کړى او ورور يې ژوندے وى، نو هغوئ به بېاولاده مړۀ شى. هغۀ يو ناپاکه کار کړے دے او هغۀ د خپل ورور سپکاوے کړے دے.
هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو.