13 هغوئ ډېر پيريان وشړل او ډېر بيماران يې په تېلو مسح کړل او ډېرو خلقو له يې شفا ورکړه.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو.
بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“