8 ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“
عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“
او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“
بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“
هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو.