Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 5:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 5:43
15 Iomraidhean Croise  

نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“


بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“


نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“


بيا عيسىٰ هغه د دې سخت حکم سره رُخصت کړو،


خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“


جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول.


عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.


نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“


کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.


عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“


د هغې مور پلار اريان دريان شول خو هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”هر څۀ چې وشول دا چا ته مۀ وايئ.“


زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.


هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan