42 جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول.
هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“
هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“
بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول،
د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“