41 بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“
خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه.
جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول.
لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.