Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 5:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 کله چې عيسىٰ ننوتلو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”ولې تاسو ژړا انګولا او وير کوئ؟ جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 5:39
9 Iomraidhean Croise  

نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.


خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل.


کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل.


خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه.


خو پولوس ښکته ورکوز شو او هغه يې په غېږ کښې راوچت کړو او وې وئيل، ”مۀ يرېږئ، تر اوسه پورې ژوندے دے.“


نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى.


هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan