37 هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل.
شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول.
هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو.
کله چې هغه کور ته ورسېدو هغۀ د پطروس، يوحنا، يعقوب او د جينۍ د مور پلار نه علاوه ځان سره نور څوک ننوتلو ته پرې نۀ ښودل.
خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته.
دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.