33 خو ښځه چې په ځان پوهه شوه چې په هغې څۀ شوى دى، نو د يرې نه په رپېدو شوه، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شوه، او ټول حقيقت يې ورته ووئيلو.
اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله.
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.
هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“
خو هغۀ ګېرچاپېره وکتل چې دا څوک وو.
هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“
د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو.
هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے.
کله چې ښځه پوهه شوه چې هغه پټېدے نۀ شى، نو په رپېدو سره راغله او د هغۀ په پښو کښې پرېوتله او د ټولو خلقو په وړاندې يې د دې اِقرار وکړو چې هغې ولې هغۀ له لاس وروړو او څنګه هغه سمدستى جوړه شوه.