3 هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو.
هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو.
ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے.
ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.