28 ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“
هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو،
خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه.