Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 5:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 5:27
7 Iomraidhean Croise  

يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.


او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.


هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو.


ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“


او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.


تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.


هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan