26 هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو.
د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بېکاره طبيبانو په شان يئ.
د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د بنى آدم امداد بېفائدې دے.
خو ناګهانه بابل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.
آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟
په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله.
هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو،
په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله او هيچا يې علاج نۀ شو کولے.