25 په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله.
عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو.
هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو.
نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بېحاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے.
نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.