24 عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو.
نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله.
د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“
کله چې عيسىٰ ته د خلقو ګڼه زياتېدله نو هغۀ داسې وفرمائيل، ”دا يوه ګناهګاره پيړۍ ده. دوئ نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ له ورنۀ کړے شى.
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو.
عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې.
ځکه چې د هغۀ د دولسو کالو يک يو لور وه چې مرګى حال وه. کله چې عيسىٰ ورسره لاړو نو د خلقو په ګڼه کښې راګېر شو.
عيسىٰ وفرمائيل، ”دا چا ما له لاس راوړو؟“ ټول منکر شول او پطروس ووئيل، ”مالِکه، ګڼه درباندې راټوله ده او خلق درته راجُختيږى.“
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.