20 هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.
ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.
عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.
د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو.