2 او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو.
هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې،
او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو.
عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“
نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“
عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.
هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې.
کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو.
هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو.
ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“
نو بيا په هغه وخت د يوې ښځې وړه لور چې پيريانو نيولې وه نو څنګه چې هغه د هغۀ نه خبر شوه، نو زر دننه راغله او د دۀ په پښو پرېوته.
څنګه چې عيسىٰ وچې ته راکوز شو نو يو سړے يې وليدو چې پيريانو نيولے وو او د ډېر وخت نه يې نۀ خو جامې اغوستې وې او نۀ کور کښې اوسېدلے وو خو په قبرستان کښې دېره وو.
خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.