Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 5:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 5:19
12 Iomraidhean Croise  

کله چې نعمان دا واورېدل، نو هغه بادشاه له لاړو او چې جينۍ څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.


”خپل کور ته واپس لاړ شه او هغه هر څۀ بيان کړه چې خُدائ پاک ستا دپاره وکړل.“ هغه لاړو په ښار کښې هرې خوا ته وګرځېدو او چې عيسىٰ د هغۀ دپاره څۀ کړى وُو هغه يې خلقو ته بيان کړل.


”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan