18 څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو.
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل.
کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول.
بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“
او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“