16 کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو.
هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل.
څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو.