13 نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې، څنګه؟ نو هغه روح ورته ووئيل چې، زۀ به لاړ شم او د اخىاب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. نو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل چې، لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“
د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.
هر کله چې زر کاله پوره شى نو شېطان به د قېد خانې نه را آزاد شى.
او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے.