12 او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“
خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله.
نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.