Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو ځکه چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:5
11 Iomraidhean Croise  

زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.


زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.


ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.


آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.


نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو.


خو چې نمر راوختلو نو هغه کچه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.


څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو او څۀ وخت پس زرغون شو او اوچ شو ځکه چې د نمى کمے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan