40 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“
عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بېايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.
هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په يره او حېرانتيا يو بل ته ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپو له حکم ورکوى او هغوئ يې حکم منى؟“