Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:38
22 Iomraidhean Croise  

اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.


اے مالِکه خُدايه، د دې هر څۀ باوجود به تۀ زمونږ مدد نه اِنکار کوې څۀ؟ خاموش به يې او بې‌انتها سزا به راکوې؟


تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.


هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې.


نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابېدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“


خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه.


هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.


مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.


هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.


هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan