36 هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې.
بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان هم ورسره سوارۀ شُو.
نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“
عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.
خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه.
او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو.
کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو.
بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.
يوه ورځ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره په کشتۍ کښې سور شو او ورته يې وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ نو هغوئ روان شول.