34 هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.
عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بېمثاله ونۀ کړه.
هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو.
هغۀ به کلام دغسې په ډېرو مِثالونو ورته اورولو څومره چې هغوئ برداشت کولے شو.
بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.
ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.