Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 نو چې وکرلے شى دا د باغ د ټولې کروندې نه ډېر لوئيږى او دومره لوئ څانګې خورې کړى چې د هوا مارغان يې په سورى کښې جالې جوړوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:32
15 Iomraidhean Croise  

مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى، او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.


هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.


د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.


لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.


د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“


زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.


دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“


دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده کله چې په زمکه وکرلے شى، دا په زمکه کښې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى،


هغۀ به کلام دغسې په ډېرو مِثالونو ورته اورولو څومره چې هغوئ برداشت کولے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan