29 خو هر کله چې فصل پوخ شى نو هغه ورپسې لور راواخلى ځکه چې د فصل د لو کولو وخت راغلے وى.“
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده.
پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“
زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.
او بيا بله فرښته د قربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“