27 او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى.
لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.
نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.
عيسىٰ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى.
زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.