26 عيسىٰ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى.
بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.
هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.
د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.
هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو.
او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو.
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
ځکه د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، خو د چا سره چې نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“
او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى.
بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟
د دې مِثال مطلب دا دے چې تخم د خُدائ پاک کلام دے.
”يو زميندار د تخم کَرلو دپاره بهر لاړو نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو او د پښو د لاندې شو او د هوا مارغان راغلل هغه يې وخوړو.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.