21 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ډيوه د لوښى يا د کټ لاندې د کېښودو دپاره راوړئ؟ او ولې هغه تاسو په ډيوټ نۀ ږدئ څۀ؟
چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.
هيڅوک بله شوې ډيوه په پټ ځائ کښې او يا د لوښى لاندې نۀ ږدى بلکې د ډيوټ دپاسه يې ږدى چې کور ته راتلونکى خلق يې رڼا ووينى.
داسې هيڅوک نشته چې ډيوه بله کړى او بيا يې د لوښى د لاندې پټه کړى او يا يې د کټ لاندې کېږدى بلکې هغه يې په ډيوټ ږدى چې هر راتلونکے کس يې رڼا ووينى.
خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے.