Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:20
14 Iomraidhean Croise  

چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.


خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“


او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.


او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو چرته چې هغه راوټوکېدو او لوئ شو او يو په دېرش يو په شپېتۀ او يو په سل غله يې وکړه.“


خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.


تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.


هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.


نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.


او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.


د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.


لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.


ځکه کۀ دا خبرې په تاسو کښې وى او زياتيږى نو دا تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په پېژندګلو کښې بې‌کاره او بې‌مېوې کېدو نه بچ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan