18 نور خلق هغوئ دى چې په غنو کښې وکرلے شُو. دا هغه خلق دى چې کلام اورى،
مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.
خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بېمېوې پاتې شى.
څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو او مېوه دانه يې ونۀ نيوله.
او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى.