Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:17
23 Iomraidhean Croise  

ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده.


او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“


نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر داسې نشته چې د بنى آدمو بخښلے نۀ شى، سېوا د هغه کُفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولے شوے وى.


خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.


دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.


نور خلق هغوئ دى چې په غنو کښې وکرلے شُو. دا هغه خلق دى چې کلام اورى،


هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى.


بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.


کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده.


څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول.


ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.


په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.


نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟


هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.


د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.


ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan