Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 4:16
14 Iomraidhean Croise  

څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.


د لارې په غاړه هغه خلق دى چرته چې کلام کَرلے کيږى، او چې کلام واورى نو شېطان سمدستى راشى او کَرلے شوے کلام د دوئ نه يوسى.


خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.


ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.


يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ.


اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“


تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan