12 لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.
داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.
شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى.
او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.
او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.