9 نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.
عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.
هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې.
او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو.
په هغه ساعت عيسىٰ په ځان پوهه شو چې د هغۀ نه يو طاقت رابهر شو. عيسىٰ په ګڼه کښې مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”زما چُوغې له چا لاس وروړو؟“
بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو.
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.