Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 3:8
18 Iomraidhean Croise  

تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.


څوک چې ما پېژنى زۀ به په هغوئ کښې مِصر او بابل وشمېرم. فلستيه او صور او هم ايتهوپيا. زۀ به دا وايم چې، ”دا هم په صيون کښې پېدا شوى دى.“


او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.


ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى.


هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.


ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.


بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو،


د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو.


عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،


د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.


په جنوب کښې په آخرى سر کښې دا ښارونه د هغوئ وُو، کوم چې د ادوم سرحد سره نزدې وُو، هغه دا وُو، قبضئيل، عدر، يجور،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan