4 بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول.
زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.
هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے.
عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“