33 هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه څوک دى؟“
هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“
ګڼ خلق ترې چاپېره ناست وُو او هغوئ ورته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“
او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى.
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“
نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.
هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.