29 خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“
نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“
په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“
هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“
عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“
هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى.
هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.
هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.