28 زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى،
او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى.
په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“
هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى.
کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.