22 هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“
په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعلزبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.
خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم، سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.
د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.
ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے.
خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“
بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې،
خو فريسيانو ووئيل چې، ”د پيريانو د سردار په مدد دے پيريان شړى.“
فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول.
خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“
يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو.
دا د ژمى ورځې وې او په يروشلم کښې د خُدائ د کور د وقف کېدو اختر وو.
ګڼې جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. څوک ستا د وژلو کوشش کوى؟“
يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“
يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.