19 او په دوئ کښې يهوداه اِسکريوتى چا چې په دۀ جاسوسى وکړه هم وو.
شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.
عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.
او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے،
نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.
هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل کله چې عيسىٰ په کور کښې دننه وو نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو په لار کښې د څۀ په حقله بحث کولو؟“
د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.
خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.
هغۀ د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په حقله خبره کوله کوم چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، او وروستو يې د عيسىٰ مُخبرى هم وکړله.